Home » افغانستان » ولسي جرګه:په افغانستان کې د جګړو زیاتېدل د امریکا خپل پلان دی
رویداد خبري آژانس

ولسي جرګه:په افغانستان کې د جګړو زیاتېدل د امریکا خپل پلان دی

د ولسي جرګې غړو نن دوشنبه (د چنګاښ ۱۴مه نېټه) ددغه جرګې په عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې امریکا په لوی لاس په افغانستان کې جګړې پراخوي او غواړي منځنۍ اسیا ته خطرونه جوړ کړي.

د ولسي جرګې غړي عباس ابراهیم زاده په خپلو خبرو کې وویل چې امریکایان له افغانستان نه دي وتلي بلکې د ترهګرو ډلو تر څنګ ولاړ دي او جګړو ته یې ادامه ورکړې ده.

د نوموړي په وینا امریکا دلته په دې لټه کې ده چې جګړې پراخې شي او منځنۍ اسیا ته له دې ځایه ترهګرۍ ډلې لار پیدا کړي.

هغه پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي او په خبره یې د امریکا د پلانونو ښکار دې نه ګرځي.

د ولسي جرګې نورو غړو هم وویل چې امریکا یوازې د خپلو ګټو په لټه کې ده او د افغانستان حکومت او خلک دوی ته ارزښت نه لري.

دوی له طالبانو وغوښتل چې جګړه ودروي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي، څو په دې توګه دلته روانې نړیوالې توطئې ختمې شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...