افغان چارواکي وايي، په غور ولایت کې د څلورو کمانډو سرتېرو د وژل کیدو خبر ورکوي.
د غور ولایت د عامه نظم د دریمې لوا قومندان محمود اندرابي وایې دا سرتېري تېره شپه د فېروز کوه ولسوالۍ په لویدیځ کې پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو په برید کې ووژل شول.
ښاغلي اندرابي یوې رسنۍ ته ویلي چې په دې برید کې څلور نور کمانډو سرتېري ټپیان شوي او د ده په خبره درې سرتېري لادرکه دي.
په غور کې دغه امنیتي چارواکي زیاته کړې چې په دې پیښه کې ۱۲ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.