Home » افغانستان » واشنګټن پوسټ: شمال کې پر ملېشو د وسلو وېشل افغانستان کورنۍ جګړې ته بيايي

واشنګټن پوسټ: شمال کې پر ملېشو د وسلو وېشل افغانستان کورنۍ جګړې ته بيايي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې افغان حکومت د هېواد په شمال کې پر پخوانيو مليشو د وسلو وېشلو له لارې هڅه کوي، څو دا ډلې هم د امنيتي ځواکونو ترڅنګ د وسله‌والو طالبانو په مقابل کې ودروي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، په دې اړه پرېکړه د ولسمشر غني او پخوانيو جهادي او تنظيمي مشرانو ترمنځ د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي په ۳۱مه) وروسته غونډه کې شوې ده.

په راپور کې زياته شوې چې د يادې غونډې پرمهال پخوانيو تنظيمي مشرانو له ولسمشر غني غوښتي څو د امنيت ټينګښت او دغه راز د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې د مبارزې په موخه، د دوی له اثر پر لاندې خلکو وسلې ووېشي.

له دې سره ولسمشر غني او امنيتي مسوولانو هم دا غوښتنه تائيد کړې. ولسمشر غني پر يادو مشرانو ټينګار کړی چې له جمهوريت او افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه دې د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې ودرېږي.

واشنګټن پوسټ په خپل راپور کې زياته کړې، يادې ملېشې چې له دې وروسته به د حکومت پر امکانات د طالبانو پر وړاندې جګړه کوي، قومي بنياد لري او پر دوی د وسلو وېشل کولی شي، چې افغانستان يو ځل بيا اوږدمهاله کورنۍ جګړې ته ټېل وهي.

په راپور کې د افغانستان سولې او جګړې د مطالعاتو انسټېټوټ د رئيس تميم عاصي په حواله ويل شوي، پر ملېشو د وسلو وېشل د زهرو ګولۍ په مانا دي چې کولی شي د لنډ مهال لپاره ولسمشر غني ارام کړي. خو په خبره يې په اوږدمهال کې کولی شي د ولسمشر غني حکومت ووژني.

نوموړي زياته کړې، دا چاره په افغانستان کې قومي پولې پياوړې کوي او د وخت په تېرېدو سره د حکومت مشروعيت هم ننګولی شي.

د واشنګټن پوسټ په خپل راپور کې د ملي دفاع سرپرست وزير بسم‌الله خان محمدي هغو څرګندونو ته هم اشاره کړې چې ويلي يې دي، خلک دې له امنيتي ځواکونو سره ودرېږي او په مقابل کې يې حکومت چمتو دی چې وسلې ورکړي.

په راپور کې دغه راز د بلخ پخواني والي عطا محمد نور خبرې هم را اخيستل شوي. نوموړي ويلي چې پخوانۍ جهادي ډلې دې د طالبانو پر وړاندې سره يو شي.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، افغان حکومت داسې مهال پر ملېشو د وسلو وېشل پيلوي چې وسله‌والو طالبانو په وروستيو کې جګړه خورا تونده کړې او په دې ترڅ کې يې تر ۵۰ ولسواليو د نيولو ادعا کړې ده.

ومو غوښتل چې په دې اړه د ارګ نظر هم واخلو، خو له هڅو سره سره يې اړيکه ځواب نه کړه.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...