Home » افغانستان » وحید عمر:طالبانو تېر یوه میاشت کې خپله اصلي څېره خلکو ته روښانه کړه
رویداد خبري آژانس
د ولسمشر سلاکار وحید عمر

وحید عمر:طالبانو تېر یوه میاشت کې خپله اصلي څېره خلکو ته روښانه کړه

په ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر وایي چې وسله الو طالبانو په تېر یوه میاشت کې یو ځل بیا خپله اصلي څېره خلکو ته روښانه کړه او ثابته یې کړه چې دوی هیڅ بدلون نه دی کړی.


نوموړي زیاته کړې چې دغه ډله اوس هم د انساني حقونو په ګډون هیڅ کومې ازادۍ ته ژمن نه دي.


وحید عمر نن سې شنبه (د جنګاښ لومړۍ نېټه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي، د وسله والو طالبانو جګړې خپل مشروعیت بایللی دی او اوس دا ټولو ته څرګنده ده چې دغه ډله د افغانستان له ملت، تاسیساتو او پرمختګ سره دښمني لري.


هغه د طالبانو له لوري د دوی د خوښې نظام جوړېدو غوښتنې ته په اشارې ویلي چې د ملا برادر په ګډون د دغې ډلې هیڅ مشر هم له د دوی د خوښې نظام څخه واضح تعریف نه لري او دا قیاس کېدلی شي چې د دوی د خوښې نظام څخه د دغې ډلې تعریف تیارو ته بیا ستنېدل او له پرمختګه د خلکو منع کول دي.


وحید عمر د خپلو خبرو پر دوام ویلي، طالبان غواړي پر قبرونو واکمني وکړي او له دې پرته بل هیڅ هدف نه لري.
هغه ټینګار کړی چې اوس د وسله والو طالبانو اوج دی او له دې وروسته هیڅ هم نه شي کولی.


عمر وایي، که چېرته طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي نو نه یوازې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو بلکې د ځینې سیمو په څېر به د افغان ولس له توند غبرګون سره مخ شي

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...