سپینه ماڼۍ وایي د امریکا ولسمشر جو بایډن د ایران له نوي ولسمشر سره د لیدنې کوم پروګرام نه لري.
دا خبره د سپېنې ماڼۍ ویاندې جین ساکي بېګا د ایران د نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسي د خبرو په غبرګون کې وکړه چې ویلي یې و له جو بایډن سره نه ګوري.
مېرمن ساکي زیاته کړې، د امریکا د ولسمشر او دولت له نظره د اټمي چارو په اړه وروستۍ پرېکړه د ایران د رهبر په لاس کې ده، نو ځکه هم ولسمشر بایډن د ایران له نویو مشرانو سره د لیدنې کوم پروګرام نه لري.
د ایران نوي منتخب ولسمشر ابراهیم رئیسي پرون دوشنبه (د غبرګولي ۳۱مه) لومړی مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، د اټمي خبرو ملاتړ کوي، خو هغه خبرې چې د ایران ملي ګټې په کې تضمین وي.
هغه وویل، که له ایرانه ټول بندیزونه لېرې هم شي بیا هم دی له بایډن سره نه ګوري.
۶۰ کلن رئیسي د قضایه قوې مشر پاتې شوی او د ایران رهبر ایت الله علي خامنه اي ته چې د دغه هېواد تر ټولو مهمې پرېکړې یې په لاس کې دي له نږدې او باوري کسانو څخه دی.
په ویانا کې د ایران او د اټمي تړون لاسلیکوونکو هېوادونو تر منځ د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د احیا په سر شپږم دور خبرې وړمه ورځ پای ته رسېدلي او مرکچیانو ویلي د هوکړې د بشپړولو په لټه کې دي.