Home » افغانستان » افغان ځواکونو له پرون راهیسې څلور ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولي دي
رویداد خبري آژانس

افغان ځواکونو له پرون راهیسې څلور ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولي دي

افغان امنیتی ځواکونو له پرون راهیسې د تخار ولایت بنګي او خواجه‌غار، د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ او د بغلان له دوشي او جیلګه ولسوالیو څخه وسله وال طالبان شړلي او دغه ولسوالۍ یې بېرته نیولي دي.

دافغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، کومانډو ځواکونو تېره شپه د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات کړي او د دوو ساعتونو په لړ کې یې دغه ولسوالۍ پاکه کړې ده.

په ورته وخت کې بیا د رسنیو راپورونو له مخې په ۲۴ تېرو ساعتونو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې اووه ولسوالۍ د وسله الو طالبانو لاسته لوېدلې دي، د تخار بنګي، خواجه غار،د بغلان دوشي، جیلګه، د پکتیا لجي،د کندز ولایت امام صاحب او د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ دا هغه ولسوالۍ دي چې له پرون راهیسې طالبانو نیولي خو بېرته افغان ځواکونو بېرته ترېنه نیولي دي.

په همدې حال کې د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي، په دې عملیاتو کې ۳۱ وسله ال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان شوي دي.

د فواد په خبره، طالبان د بغلان له دوشي ولسوالۍ هم تښتېدلي دي او دمګړۍ په دې ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پیل شوي دي.

همدا تېره ورځ طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې د عکسونو په خپرولو وویل، چې وسله الو یې د مزارشریف ښار تر دروازو رسېدلي دي، د جمعیت اسلامي ګوند د بېلې شوې برخې مشر عطامحمد نور د طالبانو دغه عکسونو په غبرګون کې وویل؛ چې سبا به په هغو عملیاتو کې برخه واخلي، چې بلخ او د هېواد شمالي برخې د وسلوالو طالبانو له شتون پاکول غواړي.

د افغان ځواکونو له لوري د ولسوالیو د بېرته نیولو هڅې په داسې مهال پیل شوي، چې طالبان په ورځني ډول په یو شمېر ولایتونو کې د ولسوالیو او سمیو د نیولو ادعاوې کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...