Home » افغانستان » د افغان حکومت یو پلاوی راتلونکې اونۍ قطر ته ځي
رویداد خبري آژانس

د افغان حکومت یو پلاوی راتلونکې اونۍ قطر ته ځي

ټاکل شوې چې د افغان حکومت یو پلاوی په راتلونکې اونۍ کې قطر ته لاړ شي.

د افغان سولې بهیر ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې په ټپه ولاړ مذاکرات د ټولو اړخونو د اندېښنې وړ دي نو له همدې امله افغان حکومت یو تازه پلاوی دوحې ته لېږي څو له طالبانو سره پر روان وضعیت خبرې وکړي.

په دې پلاوي کې به پخوانی ولسمشر حامد کرزی، یونس قانوني او کریم خلیلي شامل وي.

افغان حکومت تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي. بلخوا ویل کېږي چې دغه پلاوی باید څو ورځې وړاندې دوحې ته تللی وی، خو د نامعلومو دلایلو له امله یې سفر ځنډېدلی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...