Home » افغانستان » ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین تطبیق وځنډېد
رویداد خبري آژانس

ننګرهار کې د پولیو ضد واکسین تطبیق وځنډېد

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په ننګرهار ولایت کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین ځنډېدلی او ډېر ماشومان د دغه واکسین له تطبیقه بې برخې شول.

په دغه وزارت کې د پولیو له منځه‌وړلو د پروګرام مسوول «میرجان راسخ» رسنیو ته ویلي، چې په ننګرهار کې د ګوزڼ ضد واکسینو تطبیق ځنډېدلی او په خبره یې چې زیات شمېر ماشومان ترې بې برخې شوي دي.

راسخ په خپلو خبرو کې ویلي، چې که دغه ماشومان واکسین نه شي او دغه تهدید پرځای پاتې وي، ښکاره خبره ده چې د دغو ماشومانو پر وړاندې د پولیو ویروس پر وړاندې یوه معافیتي خلا رامنځته کېږي. په ګوزڼ د ماشومانو د اخته کېدو پېښې به زیاتې شي.

وزارت دا هم ویلي، چې په ننګرهار کې د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین ځنډېدو، په سلګونو زره ماشومان له دغه واکسینه بې برخې کړل، چې په خبره یې که همداسې بې واکسینه پاتې شي، نو په راتلونکي کې به یې ژوند له ستر ګواښ سره مخ وي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ناپېژاندو وسله‌والو په دغه ولایت کې په  دریو جلا پېښو کې ۵ واکسیناتوران ووژل او ۴ نور یې ټپیان کړل.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...