Home » افغانستان » ملګري ملتونو؛ په ننګرهار او بغلان کې د بشري مرستو پر رسوونکو بریدونه غندلي
رویداد خبري آژانس

ملګري ملتونو؛ په ننګرهار او بغلان کې د بشري مرستو پر رسوونکو بریدونه غندلي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د برخې مشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې په ننګرهار کې په وروستیو کې پر واکسیناتورانو څو پرله پسې بریدونه شوي دي او دوی ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د برخې مشر وایي چې په بغلان کې هم پر ماین پاکوونکو بریدونه وشول چې دا بشر ضد جنایت دی او باید پر وړاندې یې اقدام وشي.

ملګرو ملتونو د بشري مرستو پر رسوونکو بریدونه په کلکو ټکو غندلي او په خبره یې د جګړې ښکېلو لورو ته په کار ده چې له ورته بشر ضد او انسان ضد کړنو لاس په سر شي او افغان حکومت دې هم د ورته پېښو عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...