Home » افغانستان » قریشي: که د افغان سولې په اړه پاکستان پر ناغېړۍ تورن شي، نو هېڅ ډول مسووليت به وانخلي
رویداد خبري آژانس
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي

قریشي: که د افغان سولې په اړه پاکستان پر ناغېړۍ تورن شي، نو هېڅ ډول مسووليت به وانخلي

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي وايي، په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان سولې په پروسه کې تر خپلې وسې همکارۍ ته دوام ورکوي، خو په خبره يې که بيا هم په ياده پروسه کې پر ناغيړۍ تورن شي نو د هېڅ ډول مسووليت اخيستو ته تيار نه دی.

شاه محمود قریشي دا څرګندونې نن دوشنبه د (غبرګولي په ۲۴مه نېټه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيالوګ پرانيستې پرمهال کړې دي.

قریشي زياته کړې چې د افغانستان سولې پروسه ګډ مسووليت دی او پاکستان هم د يادې پروسې په اړه په خپل ځای کې د همکارۍ مسوول دی.

نوموړي ټينګار کړی چې د همکارۍ باوجود د سولې په پروسه کې د پاکستان ګرمول ناسم عمل دی او بايد د ګډ مسووليت په اساس ټول دخيل اړخونه مخته لاړ شي.

هغه وايي، هېواد يې د افغانستان په شمول له سيمې او امريکا سره د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې مبارزې ته چمتو دی خو په خبره يې د سولې په روان بهير کې دې افغان حکومت او طالب لوری نرمښت خپل کړي.

محمود قرشي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په خپله امريکايي چارواکو هم د افغانستان سولې په برخه کې د پاکستان له همکارۍ نارضايتي ښودلې او ويلي دي چې نوموړي هېواد تر دې مهاله يوازې د تسهيلوونکي رول لوبولی دی او بس.

ټينګار دا دی چې پاکستان دې پر وسله‌والو طالبانو د واقيعي سولې په هدف فشار زيات کړي. نه دا چې د جګړې شدت په موخه ورته د تمويل او تجهيز ډاډ ورکوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...