د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې طالبانو پر یوې باریکې لارې پرمختګ کړی دی او په وینا یې دغې ډلې ته به نیول شوې سیمې په ګورستان بدلې شي.
امرالله صالح نن دوشنبه (د غبرګولي ۲۴مه نېټه) پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، یو شمېر سیمې چې طالبان د سقوط نوم ورکوي د یوې باریکې لارې پرمختګ دی او هغه څوک چې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې بلد دي پوهېږي چې یادې سیمې به د طالبانو لپاره په ګور بدلې شي.
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې افغان امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې ګڼ شمېر ولسوالۍ د تکتیکي شاتګ په نوم طالبانو ته پرېښي دي خو وسله والو طالبانو بیا ویلي چې دوی په تېرو ۴۰ ورځو کې ۳۰ ولسوالۍ نیولې دي.