Home » افغانستان » جو بایډن نن د ناټو له غړو هېوادونو سره پر افغانستان خبرې کوي
رویداد خبري آژانس
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن

جو بایډن نن د ناټو له غړو هېوادونو سره پر افغانستان خبرې کوي

ټاکل شوې چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن نن یکشنبه (د غبرګولي ۲۴مه نېټه) د ناټو له غړو هېوادونو سره پر افغانستان او نورو مسایلو خبرې وکړي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې نن جو بايډن په بروکسل کې د ناټو له شاوخوا دېرشو غړو هېوادونو سره خبرې کوي او د بحث موضوعات یې هم افغانستان، روسیه او ځينې نور نړیوال موارد دي.

امریکا به د ناټو د ځواکمن غړي هېواد په توګه له افغانستان د ځواکونو ایستلو، د افغان ځواکونو پر ملاتړ او نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړي.

تر دې وړاندې هم د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي وو چې د ناټو د مشرانو د بحث موضوع یوه هم افغانستان ده او ددغه هېواد په اړه به مهمې پرېکړې وشي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...