Home » افغانستان » ولسمشر: واکسین د ژوند ډالۍ ده د چین له مرستو مننه کوو
رویداد خبري آژانس
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر: واکسین د ژوند ډالۍ ده د چین له مرستو مننه کوو

د چین اووه سوه زره ډوزه کرونا ضد واکسین او د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت مرسته شوي نور طبي توکي کابل ته را رسېدلي دي.

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني نن شنبه (د غبرګولي ۲۲مه نېټه) په چهار چنار ماڼۍ کې په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته ویلي چې واکسین د ژوند ډالۍ ده او د همدې مرستې په خاطر له چین څخه مننه او قدردانی کوي.

ولسمشر غني زیاته کړې چې د کرونا ویروس د تېرو دوو څپو په پرتله د هېواد په روغتیایي سکټور کې پام وړ ښه والی راغلی دی.

ولسمشر دغه راز د کابل والي ته سپارښتنه کړې چې خصوصي سکټور دې لا ډېر له کرونا سره د مبارزې برخه کې دخیل کړي.

په ورته وخت کې د چین سفیر هم له کرونا سره د مبارزې او تلپاتې سولې ته د رسېدو برخه کې د افغانستان پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...