Home » اقتصادی » ننګرهار کې د کرېلو او ترایانو چېله یې سیستم ١٠٠ ننداریزې کروندې جوړ شوې
رویداد خبري آژانس

ننګرهار کې د کرېلو او ترایانو چېله یې سیستم ١٠٠ ننداریزې کروندې جوړ شوې

د ننګرهار ولایت دکرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د کرېلو او ترایانو چېله یې سیستم ١٠٠ ننداریزې کروندې جوړ شوې دي.

د يادې پروژې ولایتي مسوول انجنير حمید الله نظیر وايي، دوی په درو ولسواليو بهسود، کامه او کوزکونړ کې د ننداریزو کروندو په دننه کې منځني کرنه هم ترسره کړې ده، چې ښه او باکیفیته حاصل ترې بزګرانو اخیستي دي.

نظیر وویل، چې دیادو کروندو لپاره یې د کیمیاوي سرو، اصلاح شوې تخمونو او کیمیاوي درملو ترڅنګ اړین توکي لکه دباڼس پایې، جالۍ، کېبل، بیلچه، لاسي کراچۍ او د درملو شېندلو پمپونه د کروندو د ښې پالنې او نظارت په موخه اړوندو بزګرانو ته ورکړي دي.

د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکو په وینا تېر کال هم یادې پروژې ١٠٠ ننداریزې کروندې کرلې وې ، چې ٤٨٣.٩ مټریک ټنه حاصل څخه يې پنځه نیم مېلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوې وه.

دغه راز ياده پروژه د چېله یې سیستم او ګډې یا منځني کرنې په برخه کې د مېرمنو په ګډون ١٠٠ تنو ته د کرلو، اوبولګولو وختونو پیژندل، سرې ورکول او حاصل ټولولو په برخه کې روزنه هم ورکړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...