د سعودي عربستان دولت ښځو ته د قانوني ازاديو ورکړې په دوام سره، تازه داسې قانون تائيد کړی چې له مخې يې پېغلې نجونې، طلاق شوې او نورې ناواده شوې مېرمنې په يوازې توګه هر چېرته چې وغواړي اوسېدای شي.
د دغه قانون له مخې پلار او يا هم د کورنۍ نور غړي جينکۍ او طلاق شوې مېرمنې دې ته نه شي اړ کولی چې په يوازې توګه له اوسېدو يې را وګرځوي.
د اوسني تائيد شوي قانون پربنسټ هغه نجونې او ښځې چې په يوازې توګه ژوند کوي، که د محکمې له لورې مجرمې وپېژندل شي نو د بند له قانوني دوري وروسته هم کورنۍ ته نه سپارل کېږي او حق لري چې هر چېرې د خپلې خوښې ژوند وکړي.
دا قانون د سعودي عربستان د وليعهد محمد بن سلمان د هغه پلان يوه برخه ده چې تر ۲۰۳۰ ميلادي کال پورې به په دغه هېواد کې ښځې له پوره انفرادي ازاديو برخمندې شي.
له دې وړاندې ښځو ته له محرم پرته د سفر، موټر چلولو، په لوبغالو کې د نندارې کولو او ګڼې نورې ازادۍ ورکړل شوي دي.