Home » افغانستان » د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛ په افغانستان کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې
رویداد خبري آژانس

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛ په افغانستان کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو او د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې په بغلان کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې پر کارکوونکو برید هم په کلکو ټکو غندلی دی او په خبره یې د هغو کسانو په نښه کول ستر بشري جنایت دی چې بشردوستانه خدمات ترسره کوي.

امنیت شورا ویلي دوی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ترهګریزو کړنو مخالف دي او ټولې هغه کړنې غندي چې پکي بېګناه او ملکي وګړي وژل کېږي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له افغان حکومت غوښتي چې ددغه ډول بریدونو په اړه ژر تر ژره پلټنې وکړي، سرچینې او ملاتړي یې پیدا کړي او د قانون منګولو ته یې دې وسپاري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...