په داسې حال کې چې د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي په دې وروستيو کې د افغانستان مسايلو په اړه توند دريځ درلود، خو اوس ظاهرا داسې هڅه کوي چې د افغانستان په اړه خپل دريځ نرم وښيی.
نوموړي تازه د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو چارو کميټې له رئيس سره د انلاين له لارې په خبرو کې د نورو مسايلو ترڅنګ د افغانستان سولې په اړه هم خبرې کړې او ويلي يې دي، چې هېواد يې د افغانستان په شمول په ټوله سيمه کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی.
قریشي زياته کړې چې په افغانستان کې د سولې تحکيم د پاکستان او دغه راز د سيمې هېوادونو د سوداګرۍ لپاره خورا مهم دی.
خو له هغې وروسته چې شاه محمود قریشي د افغانستان ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب د څرګندونو په غبرګون کې تونده لهجه خپله کړه، ورسره د افغانستان سولې په اړه د نوموړي پر نرم دريځۍ د افغانانو بې باوري زياته شوې.
قرېشي هغه مهال ټينګار کړی و چې د سولې په برخه کې د پاکستان پر همکاريو له بحث پرته، د دغه هېواد له لوري د ترهګرۍ روزنې او تمويل بحث مطرح کول کولی شي چې د افغانستان سولې پروسه له ستونزو او خنډونو سره مخ کړي.