Home » افغانستان » اسلامي همکاريو سازمان: له افغانستان د بهرنيو ځواکونو وتلو وروسته جګړې ته هېڅ شرعي دليل نشته
رویداد خبري آژانس

اسلامي همکاريو سازمان: له افغانستان د بهرنيو ځواکونو وتلو وروسته جګړې ته هېڅ شرعي دليل نشته

د سلامي همکاريو سازمان وايي، له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په صورت کې د وسله‌والو طالبانو جګړه باطله ده او هېڅ ډول شرعي دليل نه لري.

د دغه سازمان جنرال سکرټر ډاکټر یوسف بن احمد العثیمین پرون چهارشنبې (غبرګولي ۱۹مه نېټه) د افغانستان حج، ارشاد او اوقافو له وزير سره په جده کې د لېدنې پرمهال خبرې کولې وويل، چې وژنه، تاوتریخوالی او تهدید د اسلام له اصل سره مخالف دي او په خبره يې په همدې اساس د تبلیغاتو او پیغام له لارې خلکو ته باید څرګنده شي چې اسلام د ترهګرۍ او تاوتریخوالي دین نه، بلکه د اتحاد او یووالي دین دی.

العثیمین دغه راز زياته کړه چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته، په دغه هېواد کې د وسله‌والو طالبانو له لوري جګړه هېڅ کوم دلیل نه لري او ټينګار کوي چې د غير شرعي دلايلو په اساس بايد روانه مسلمان وژنه ژر تر ژره بنده شي.

د افغانستان د حج، ارشاد او اوقافو وزير په مشرۍ د افغان ديني عالمانو يو پلاوی سعودي عربستان ته تللی او ټاکل شوې نن د نوموړي هېواد په مکې معظمې ښار کې د افغان او پاکستاني ديني عالمانو ترمنځ په افغانستان کې پر روانه جګړه له شرعي پلوه بحث وشي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...