Home » سیمه او نړی » اروپایي ټولنې د بلاروس د الوتکو پر مخ اروپا هوایي حریم بند کړ
رویداد خبري آژانس
د اروپايي ټولنې او بلاروس ګډ بیرغونه

اروپایي ټولنې د بلاروس د الوتکو پر مخ اروپا هوایي حریم بند کړ

اروپایي تولنې پر بلاروس د بندیزونو اقدامات شدید کړي او د دغه هېواد د الوتکو پر مخ یې د اروپا هوایي حریم بند کړ.

د اروپایي ټولنې په خبرپاڼه کې چې پرون جمعه (د غبرګولي ۱۴مه) خپره شوه راغلي، د ټولنې له ټولو ۲۷ غړو هېوادونو غوښتل کېږي چې د بلاروس هوایي شرکت الوتکو ته د الوتنې او ناستې اجازه ورنه کړي.

دا محدودیت د اروپا په وخت له تېرې شپې ۱۲ بجو را په دې خوا عملي شوی دی.

وروسته له دې د بلاروس حکومت په منسک کې د راین ایر شرکت یوه الوتکه د بمب په دروغجن خبرداري ناستې ته مجبوره کړه، اکثره اروپایي هېوادونو د بلاروس پر وړاندې خپل هوایي حریمونه بند کړل.

د مې په ۲۳مه نېټه له دې کینول شوې الوتکې د بلاروس د رژیم یو منتقد فعال او خبریال ونیول شو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...