Home » افغانستان » د چین، افغانستان او پاکستان؛ درې اړخیزه ناسته نن به بیجینګ کې جوړېږي
رویداد خبري آژانس

د چین، افغانستان او پاکستان؛ درې اړخیزه ناسته نن به بیجینګ کې جوړېږي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا د درې اړخیزو ناستو دوام دی او هڅه کېږي چې په سیمه کې پر روان وضعیت او ترهګرۍ ضد مبارزه خبرې وشي.

دغه وزارت وایي په دې ناسته کې به تر ټولو ډېر تمرکز پر افغان سوله او په دې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو کېږي.

همدا راز د درېواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا هم ددې ناستې مهمه اجنډا ده.

دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې چین او پاکستان د افغان سولې په برخه کې اغېزناک هېوادونه بلل کېږي، خو افغان حکومت تر دې دمه هم د پاکستان همکاریو او ژمنو ته د شک په سترګه ګوري او په دې باور دی چې پاکستانی لوری له سولې سره رښتینې همکاري نه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...