د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، امنیتي ځواکونو په تېرو پنځو میاشتو کې د ۸۵۰ خونړیو چاودونو مخنیوی کړی دی.
امرالله صالح نن چهارشنبه (د غبرګولي ۱۲مه نېټه) په خپله فېسوک پاڼه لیکلي، چې طالبان او حقاني ډله د داعش له نوم په استفادې په ښارونو کې د ملکي خلکو په موټرو او ټکسیو کې ماینونه ځای پر ځای کوي.
د ښاغلي صالح په وینا، د یادو بریدونو مخنیوي په برخه کې باید خلک له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي:”په ښاري موټرو او ټکسیو کې چې کله مو له څنګ څخه څوک ښکته کېږي، پام وکړئ چې کوم شی په موټر کې ځای پر ځای نه کړي.”
د نوموړي په وینا، طالب او داعش اوس له دې تخنیک په استفادې په موټرو کې ماینونه ځای پر ځای کوي.
همدا پرون ماښام د کابل ښار درېیمې حوزې اړوند سیمه کې د ملکي خلکو پر موټرو چاودونو کې ۱۰ ملکیان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.
بلخوا یوناما هم په دې وروستیو کې د ملکیانو په مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې او د جګړې له دواړو خواوو یې غوښتي، چې د ملکي وګړو خوندیتوب لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.