Home » سیمه او نړی » جو بایډن: امریکا باید د ۲۰ پېړۍ له ګډوډۍ درس واخلي
رویداد خبري آژانس
د امریکا ولسمشر جو بایډن

جو بایډن: امریکا باید د ۲۰ پېړۍ له ګډوډۍ درس واخلي

د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل، چې امریکا باید په شلمه پېړۍ کې له هغو ګډوډیو درس واخلي، چې د نژادونو ترمنځ پېښې او د عام‌وژنې لامل شوې.

بایډن په شلمه پېړۍ کې دا عام‌وژنه د خپل تاریخ تر ټولو ناوړه پېښه وبلله او په خبره یې چې امریکا باید هغه نژادي ګډوډي هېڅکله هېره نه کړي. 

د امریکا ولسمشر دا خبرې په اوکلاهوما کې د «تولسا» نژادي عام‌وژنې د سلمې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې وکړې.

د معلوماتو  له مخې چې  د ۱۹۲۱م  د مې په ۳۱ او د جون په ۱ نېټه د تولسا په نژادي ګډوډۍ کې د ۲۶ تورپوستو په ګډون ۳۶ امریکایان ووژل شول، چې په ځینو تاریخونو کې دا شمېره د افریقایي الاصله امریکایانو په ګډون ۳۰۰ تنه یاد شوي دي.

دا هغه پېړۍ وه چې د نژادي تبعیضونو له امله پکې له ۱۰ زرو زیات کسان کور پرېښودلو ته هم اړ شول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...