Home » افغانستان » دفاع وزارت: هلمند کې د طالبانو د سرې قطعې مهم قوماندان ووژل شو
رویداد خبري آژانس
هلمند کې د سرې قطعې قوماندان

دفاع وزارت: هلمند کې د طالبانو د سرې قطعې مهم قوماندان ووژل شو

د افغانستان د ملي دفاع وزارن وایي،چې په هلمند کې یې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې یو هم قوماندان وژلی دی.

دغه وزارت پرون جمعه (د غویي ۳۱مه نېټه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وژل شوی کس د لښکرګاه د باباجي سیمې لپاره د سرې قطعې مشري پر غاړه درلوده.

خبرپاڼه کې د دغه طالب قوماندان نور هویت نه دی په ډاګه شوی، خو ویل شوي پرون د هوایي او ځمکنیو عملیاتو ترڅ کې پرې برید وشو.

وسله والو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

وروستیو څو اونیو کې د افغانستان د ځینو نورو سیمو په څېر د لښکرګاه شااوخوا کې جګړو زور اخیستی او له کبله یې د سیمې سلګونه کورنۍ هم بې ځایه شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...