د وروستیو معلوماتو له مخې د اسراییلو لومړي وزیر ددغه بریدونو پر دوام ټینګار کړی دی.
بنیامین نتنیاهو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د حماس ډله یې خورا کمزورې کړې ده او په خبره یې ددغه ډلې امکانات یې کلونه شا ته کړي دي.
نوموړي ویلي چې د حماس ډلې پر پوځي تاسیساتو او مرکزونو به یې بریدونه دوام کوي.
بلخوا فرانسې له مصر او اوردن سره په همغږۍ وړاندیز کړی چې د اسراییلو او فلسطین د روانې جګړې د درولو لپاره دې امنیت شورا یو پرېکړه لیک صادر کړي.
د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ پرون ناوخته یوه بیان کې ویلي چې د دوی ولسمشر ایمانویل مکرون، مصري سیال یې عبدالفتاح السیسي او د اردن پاچا ملک عبدالله پر همداسې یوه پرېکړه لیک هوکړه کړې ده.
درې واړو هېوادونو په درېیو مسئلو هوکړه وکړه، لومړی ډز بندي، دویم اوربند او درېیم هم دا چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید دا موضوع جدي تعقیب کړي.
په همدې حال کې له غزې وروستي راپورونه هم وایي چې تر دې دمه د دواړو لورو ترمنځ جګړې روانې دي.
د اسراییلو هوایي بریدونو په بېلو برخو کې ادامه لرلې ده او حماس ډلې هم د توغندیو توغولو ته ادامه ورکړې. په تازه نښتو کې څلور فلسطنینان او په اسراییلي لوري کې بیا دوه بهرني کارکوونکي وژل شوي دي.