د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې حنیف اتمر د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان سره تلیفوني خبرې کړې دي.
دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د افغان سولې پر روان بهیر بحثونه کړي دي.
سعودي عربستان په دې تلیفوني مکالمه کې ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې له بهیر سره به هر اړخیزه همکاري کوي او په دې لټه کې دی چې دلته روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.
دواړو لورو همدا راز ټینګار کی چې په خپلو کې به اقتصادي، سیاسي او فرهنګي اړیکې پراخوي.
په دې مکالمه کې د فلسطین پر روان وضعیت او د اسراییلو پر وحشتونو هم خبرې شوې دي او ټینګار شوی چې ملګري ملتونه باید دلته روان خونړي وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.