Home » افغانستان » حنیف اتمر: نړیواله ټولنه دې؛ د تروریزم له منځه وړلو کې د افغانستان قوي ملاتړ وکړي
رویداد خبري آژانس
د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر

حنیف اتمر: نړیواله ټولنه دې؛ د تروریزم له منځه وړلو کې د افغانستان قوي ملاتړ وکړي

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د کابل په دشت برچي سیمه کې پر ماشومانو او ځوانانو د تېرې ورځې برید غندلی او یاد عمل یې بشري ضد او نه بښوونکې کړنه یاده کړې ده.

له یاد وزارت څخه خپرې شوې خبرپاڼه کې د اتمر له قوله راغلي، د بې ګناه ماشومانو عام وژنه له تصوره ډېر لرې بشري او جنګي جنایت دی.

نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې د دې ګډ دښمن د ځپلو او له منځه وړلو لپاره دې د افغانستان قوي ملاتړ وکړي.

د ویلو ده چې تېره ورځ په کابل کې له یوه ښوونځي سره څېرمه د موټربم او ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو چاودنې ۵۰ زده کوونکي ووژل او تر سلو ډېر یې ټپیان کړل.

د دغې پېښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...