Home » سیمه او نړی » پاکستان د کووېد-۱۹ ضد ۱،۲میلیونه ډوزه واکسین ترلاسه کړ
رویداد خبري آژانس

پاکستان د کووېد-۱۹ ضد ۱،۲میلیونه ډوزه واکسین ترلاسه کړ

پاکستان پرون شنبې په ورځ (د غویي ۱۸مه نېټه) د کوواکس پرواګرام له لارې د کووېډـ۱۹ ضد (۱،۲) میلیونه ډوزه واکسین ترلاسه کړ.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یونیسف) پرون شنبه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل، دا د اکسفورډ د اسټرا-زینیکا واکسین لومړۍ بسته ده چې پاکستان ته ورکول کېږي.

کوواکس د واکسین هغه نړیوال پروګرام دی چې تر ډېره له بې وزلو هېوادونو سره د واکسین په برخه کې مرسته کوي.

دغه پروګرام په وروستیو کې د اکمالاتو له ستونزو سره مخامخ و.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې په پاکستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۸ لکو او ۵۴زرو زیات دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...