د ملي دفاع وزارت وایي، د افغانستان په نهه ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښتو کې ۲۵۰ طالبان وژل شوي او ۱۰۶ نور ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت نن شنبه (د غویي۱۸ مه نېټه) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په دې نښتو کې د وسلهوالو طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات لهمنځه وړل شوي دي.
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دغه مرګ ژوبله طالبانو ته په کندهار، هلمند، هرات،ارزګان، غزني، فراه، بغلان ننګرهار او لغمان ولایتونو کې اوښتې ده.
همدا راز ۲۹کړۍ بېلابېل ډول ماینونه د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای شوي وو، کشف او شنډ شوي دي.
ها خوا بیا طالبان هم ادعا کوي چې افغان پوځیانو ته یې درانه تلفات اړولي دي.
د افغانستان دفاع وزارت د مالوماتو له مخې اوسمهال د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.
په تازه مهال وسلهوالو طالبانو په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د روژې میاشتې له کبله یې په بغلان کې ۵۶ امنیتي ځواکونه له بند خوشې کړي دي.