د انګستان د چلسي د فوتبال ټیم خپل هسپانوي رقیب ریال مادرېد ته ماته ورکړه او د اروپا د اتلانو جام پای لوبې ته ووت
لوبه تیره شپه په لندن کې ترسره شوه او چلسي دوه د صفر په مقابل کې ریال مادرېد ته ماتې ورکړه.
تېره اوونۍ دواړو ټیمونو لوبه یو-یو مساوي کړې وه.
وړمه ورځ مانچسټر سیټي د پاریس سنت جرمن لوبډلې ته دوه د صفر په مقابل کې ماته ورکړې او د اروپا د فوتبال جام فاینل ته ووتلی و.
د اروپا د اتلانو د جام وروستۍ یا فاینل لوبه به د روانې مې میاشتې په ۲۹مه په استانبول کې د مانچسټر سیټي او چلسي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.