د طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت چارواکي وایي، د افغانستان د ۱۲ ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو سیلابونو له امله لږ تر لږه ۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۶ نور ژوبل شوي دي.
د طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت وزیر د غلام بهاالدین جیلاني ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو اورښتونو له امله راوتلو سیلابونو لږ تر لږه ۵۰ ډېر کسان مړه او شاوخوا ۱۶ ژوبل کړي دي.
نوموړي زیاته کړې چې تر ټولو ډېر کسان په هرات کې مړه شوي دي چې شمېر یې ۲۲ ته رسېږي.
د جیلاني په خبره، چې دغو خونړیو سیلابونو پر ځاني زیان سربېره مالي زیانونه هم اړولي، چې له ۱۰۰۰ کورنو څخه یې شاوخوا ۳۰۰ کورونه تخریب کړي دي.
جیلاني دا هم ویلي، چې سېلابونو ډېر څاروي هم وړي، چې شمېر یې ۲ زره او ۵ سوو ته رسېږي.
دا اونۍ د هېواد په ډېرو ولایتونو کې شدید اورښتونه وشول، چې د خونړیو سیلابونو په راوتلو سره یې د هرات په ګډون د ځینو نورو ولایتونو اوسېدونکو ته یې سخت مالي او ځاني زیانونه واړول.