د کاابل په کلکانو ولسوالۍ کې د روغتیایي کار کوونکو د سپرلۍ پر موټر چاودنه کې څلور کسانو مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کابل د امنیه قوماندانۍ په اعلامیه کې راغلي چې چاودنه کې چې پر کاسټر ډوله موټر شوې، یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د عملې دې موټر د پنجشیر ولایت روغتیایي کار کوونکي لېږدول چې نن چهارشنبه (د غويي ۱۵مه) سهار شااوخوا ۷ بجې پرې د کلکانو پله په سیمه کې چاودنه وشوه.
سملاسي د پیښې مسولیت هم چا نه دی منلی