په هندوستان کې د کرونا وبا د مثبتو پېښو او په دې ویروس د مړینو د شمېر زیاتېدو له امله ستر بحران مخ دی.
په همدې حال کې یو نړیوال مرستندوی بنسټ هندوستان ته رسېدلی چې د اکسیجن د کموالي په حل او د طبي وسایلو په اکمال کې همکاري وکړي.
بریتانیا ویلي چې هندوستان ته به د مصنوعي تنفس ۱،۰۰۰ نورې دستګاوې یا وینتلاتورونه ولېږي.
تېره اوونۍ په هندوستان کې د کرونا ویروس دوه ملیونه او شپږ لکه نورې مثبتې پېښې او د نږدې ۲۳ زره او ۸۰۰ کسانو مړینه ثبت شوه.
له دې سره په دغه هېواد کې په ټوله کې په کرونا وبا د مړینو شمېر تر دوو لکو او ۱۵ زرو واوښت.
روغتیايي متخصصان په دې باور دي چې واقعي ارقام ښايي تر دې خورا زیات وي.