نوموړي د بن لادن د وژلو د لسم تلین په مناسبت په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسېده او په دې بریالۍ شوه چې د القاعده شبکې غړي او مشران له منځه یوسي او په کافي اندازه یې دغه ډله کمزورې کړې.
جو بایډن ویلي چې له افغانستان به یې ټول سرتېري وځي، ځکه دوی خپلو موخو ته رسېدلي دي او باید د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ختمه کړل شي.
جو بایډن دغه راز ټينګار کړی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې به ترهګریز فعالیتونه څاري او په خبره یې افغانستان به یې تر مستقیم څار لاندې وي او هره شېبه چې ترهګرې ډلې ګواښ جوړوي دوی یې پر وړاندې اقدام کولی شي.
نوموړي یو ځل بیا ویلي چې ماموریت یې په افغانستان کې بریالی و.