د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره کرونا ویروس د واکسین په خاطر د پنځوس میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه.
د دې بانک د اعلامیې له مخې په دې پیسو به ۶ میلیونه ډوزه واکسین وپیرل شي او افغانستان ته به واستول شي.
د اسیا پراختیایي بانک رییس ماساڅوګو اساکاوا پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) وویل، دا پنځوس میلیونه ډالر دا ډاډ راکولی شي چې افغانان به د کرونا ضد ښه واکسین ترلاسه کړي.
د اسیا پراختیایي بانک د راپور له مخې په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا ویروس له کبله د افغانستان د خلکو عواید سړي سر پنځه په سلو کې کم شوي دي او بې کاري هم تر وړم کال ۱۴ په سلو کې زیاته شوې ده.