افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو یو زندان مات کړی دی.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي چې د افغان کمانډو ځواکونو یې تېره شپه د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي.
دغه وزارت نن سې شنبه (د وري ۳۱مه نېټه ) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، په چې دې عملیاتو کې په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات شوی چې شاوخوا ۲۸ زندانیان ترې راخلاص شوي دي.
اعلامیه کې راغلي چې یاد کسان ټول ملکي وګړي وو. افغان ځواکونو دا هم ویلي چې په دې عملیاتو کې یې شپږ طالب وسله وال هم وژلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.