Home » افغانستان » افغانستان کې څلور کسان په کرونا ویروس اخته شوي
رویداد خبري آژانس

افغانستان کې څلور کسان په کرونا ویروس اخته شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څلور کسان په کرونا ویروس اخته شوي او یو بل مړ شوی دی.

روغتیا وزارت دغه معلومات چې نن(شنبه د وري په ۷مه نېټه) له رسنیو سره شریک کړي، ښیې چې تازه ثبت شوې پېښې د ۱زرو او ۷۸ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.

له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۶ زره  او ۲۹۴ ته رسیږي چې له ډلې یې ۲ زره او ۸۳۰ یې فعالې دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تازه پېښې ۲ کابل، ۱ هلمند او ۱ هم په کاپیسا ولایت کې ثبت شوې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...