Home » سیمه او نړی » جرمني کې د کرونا ویروس له امله لګول شوي بندیزونه لرې شول
رویداد خبري آژانس

جرمني کې د کرونا ویروس له امله لګول شوي بندیزونه لرې شول

د المان لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل په دغه هېواد کې د کرونا وایروس له کبله لګول شوي تازه بندیزونه بېرته لرې کړل.

میرکل د المان د ایالتونو له مشرانو سره په یوه ګډه غونډه کې ګډون وکړ او وې ویل، د المان له خلکو بښنه غواړي او د اپرېل په مذهبي مراسمو کې به هيح ډول بندیزونه نه وي.

څو ورځې وړاندې الماني حکومت وویل چې د کرونا د درېیمې څپې د خپرېدو له امله به تازه محدودیتونه وضع کړي. ټاکل شوې وه چې دا د کرونا له پیله تر دې دمه تر ټولو سخت بندیزونه وي، خو دا کار د الماني وګړو له سخت غبرګون سره مخ شو او لارې کوڅې له لاریون کوونکو ډکې شوې.

 اوس مېرکل ویلي چې دا محدودیتونه یې لغوه کړي دي. بلخوا په ګڼو نورو اروپايي هېوادونو کې د کرونا د درېیمې څپې له پیل سره سم محدودیتونه هم ډېر شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...