Home » افغانستان » د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۹۰ طالبان وژل شوي
رویداد خبري آژانس

د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۹۰ طالبان وژل شوي

د ملي دفاع وزارت وایي، چې په پنځو ولایتونو کې د امنیتي او دفاع ځواکونو د عملیاتو او نښتو په پایله کې لسګونه وسله وال طالبانو مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه چې نن چهارشنبه (وري څلورمه) کې راغلي چې د کندهار په ارغنداب او پنجوايي ولسوالیو کې د افغان هوايي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې افغان ځواکونو د هرات په شینډنډ، د زابل په شاه‌جوی او میزان، د فاریاب په سبزپوش او قیصار او د بلخ ولایت په چهاربولک، دولت‌اباد او بلخ ولسوالیو کې ځمکني او هوايي عملیات کړي دي.

دفاع وزارت ویلي چې په دغو عملیاتو کې ۷۱ طالب جنګیالي وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت په وینا په دغو عملیاتو کې د طالبانو یو شمیر وسایط، مهمات او وسلې هم له منځه وړل شوي دي

طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...