Home » افغانستان » شنکر: د سولې له بهیر او د افغانستان د خلکو له لاسته راوړنو ملاتړ کوو
رویداد خبري آژانس

شنکر: د سولې له بهیر او د افغانستان د خلکو له لاسته راوړنو ملاتړ کوو

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، سولې له بهیر او د افغانستان د خلکو له لاسته راوړنو ملاتړ کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف هند ته د خپل سفر پر مهال پرون دوشنبې په ورځ (د وري ۲مه نېټه) ماښام د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر اس. جى شنکر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د افغانستان د سولې د بهیر په موخه د سیمه ایزې او نړۍوالې اجماع پر پیاوړتیا، د اقتصادي همکاریو او د سیمه‌ییزو نښلونکو پروژو په اړه، خبرې کړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د سولې بهیر په تړاو، دواړو لورو په مسکو کې د ترويکا ناستې ته کتنه وکړه او د غونډې وروستۍ اعلامیه یې د سولې د بهیر د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره مثبته وبلله.

د هندوستان پلاوى په تاجیکستان کې د استانبول پروسې – آسيا زړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نهمې ناستې او په ترکیې کې د سولې خبرو راتلونکې پړاو په ګډون، د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره په سیمه ییزو کنفرانسونو کې د ګډون لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې هندوستان د سولې له بهیر او د افغانانو د تيرو دوه لسيزو لاسته راوړنو ملاتړ کوي.

د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې حنيف اتمر د افغانستان د سولې په بهیر کې د هندوستان پر رول ټینګار وکړ او د سولې خبرو د بریا لپاره، د سیمه ییزې او نړۍوالې اجماع په پیاوړي کولو کې د هندوستان فعال رول غوښتنه وکړه.

بيان زياتوي چې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې لپاره د سیمه ایزې او نړۍوالې اجماع پیاوړي کولو کې مرستې ته چمتووالی څرګند کړ او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې ملي اجماع او یووالی به سیمه ییزه او نړیواله اجماع نوره هم قوي کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...