Home » سیمه او نړی » خامنه‌یي: که امریکا غواړي تهران بېرته اټمي تړون ته ستون شي، باید پرموږ ټول بندیزونه لیرې کړي
رویداد خبري آژانس
د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي

خامنه‌یي: که امریکا غواړي تهران بېرته اټمي تړون ته ستون شي، باید پرموږ ټول بندیزونه لیرې کړي

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه‌یي وایي که امریکا او متحدان یې غواړي چې تهران بېرته د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته ستون شي، باید واشنګټن پر ایران ټول بندیزونه لیري کړي.

خامنه‌یي په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، “زموږ دریځ څرګند دی او بدلون‌یې نه‌دی کړی، د امریکا ټول بندیزونه باید له هوکړې سره سم لیرې شي چې موږ بېرته اټمي تړون ته وګرځو”.

ده وویل، پر ایران د فشار راوړلو تګلاره ناکامه وه او خبرداری یې ورکړ، که د جو بایډن اداره هم دغه کار ته دوام ورکړي، ناکامه به شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن اټمي تړون ته د ورګرځېدو هوډ کړی، خو د هغه اداره ټینګار کوي چې لومړی باید تهران په خپلو ژمنو و درېږي.

ایران بیا په تړون کې خپلې ژمنې د دې لپاره ماتې کړي چې په خبره‌یې امریکا د ژمنې خلاف بېرته بندیزونه پرې لګولي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...