په نیمروز کې د کمال خان د پرانیستې مراسم چې ټاکل شوې وه نن ترسره شي، دوه ورځې ځنډېدلي دي.
د نیمروز د والي ویاند رحمتالله عمري وایي، دغه بند به د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شي او په خبرهیې ولسمشر محمد اشرف غني یې د پرانیستې مراسمو کې ګډون کوي.
رحمتالله عمري رسنیو ته په خبرو کې د بند د ګټو په اړه ویلي چې د دغه بند استنادي دېوال ۱۶ متره لوړوالی لري، دا بند ۲،۷۸۸ ملیون متر مکعبه اوبه زېرمه کوي، د دې ترڅنګ دا بند کولای شي چې ۹ مېګا واټه برېښنا هم تولید کړي.
کمال خان بند چې د نیمروز په چهار بورجک ولسوالۍ کې پروت دی لسګونه زره هکټاره شاړه ځمکه هم خړوبولی شي.