امریکا دد دفاع وزیر او افغان ولسمشر پر سولې او روان تاوتریخوالي خبرې کړې دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د امریکا د دفاع له وزیر لویډ جیمز آسټین سره کتلي دي.
د پنټاګون مشر په دې لیدنه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو غوښتونکي دي او ددې ملاتړ کوي چې دلته دیپلوماتیکې هڅې ګټورې تمامې شي.
آسټین وایي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او امریکا په دې برخه کې پوره همکاري کوي.
دواړو لورو همدا راز د تاوتریخوالي پر اوسنۍ کچه هم اندېښنه ښودلې ده او ټینګار یې کړی چې د جګړې پر ځای باید د سولې خبرې چټکې کړل شي.
ولسمشر غني او آسټین همدا راز ویلي چې یوازې عادلانه سوله افغانستان ته دایمي او تلپاتې ثبات راوستلی شي.