پاکستان چارواکي وایي اووه کان کیندونکي د دې هېواد په بلوچستان ایالت کې وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا دا کسان د مارچ د ۱۵مې نېټې په وروستیو کې د کوټې شمال ته د هرنای په سیمه کې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له کبله وژل شوي.
د بلوچستان د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي سهیل انور هاشمي پرون سې شنبه(د کب ۲۶مه) وویل چې دا چاودنه د میتان ګازو له کبله شوې ده.
په یوې اوونۍ کې دوهم ځل دی چې په بلوچستان ایالت کې کان کیندونکي وژل کېږي.
د مارچ په۱۲مه د افغانستان کرښې ته څېرمه مرورې سیمه کې د سکرو په یوه کان کې په اتو کان کیندونکو د میتانو ګاز وچاودېد چې ۶ تنه یې ووژل شول او دوه نور وژغورل شول.
پاکستاني چارواکي وایي، د دغو دوو پېښو په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.