Home » سیمه او نړی » د یونان یوې محکمې ۲ افغانان په پنځه کاله بند محکوم کړل
رویداد خبري آژانس
د یونان ملي بیرغ

د یونان یوې محکمې ۲ افغانان په پنځه کاله بند محکوم کړل

د یونان یوې محکمې دوه افغانان تېر کال په لېسبوس ټاپو کې د کډوالو کمپ ته د اور ورته کولو په جرم په ۵ کال بند محکوم کړل.

د محکوم شوېو افغان پناه غوښتونکو مدافع وکیلانو پرون چهارشنبه (د کب ۲۰مه) ناوخته فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل چې محکمې دا پرېکړه د سې شنبې په ورځ د شپږ ساعته محاکمې په پای کې وکړه.

د تېرکال په سېپټمبر میاشت کې په لېسبوس ټاپو کې دوو پر له پسې اورونو د موریا کمپ وسوځاوه.

په دغه کمپ کې له کلونو راهیسې ګڼ شمېر پناه غوښتونکي په بد حالت کې اوسېدل.

ویل شوي چې د محکوم شوېو افغانانو عمرونه د نیول کېدو په مهال ۱۷ کاله وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...