Home » سیمه او نړی » ایټالیا د ‘اسټرا-زینیکا’ کووېډ-۱۹ ضد واکسین ته رسماً اجازه ورکړه
رویداد خبري آژانس
د اسټرا-زینیکا په نوم د کرونا-ویروس-ضد واکسین

ایټالیا د ‘اسټرا-زینیکا’ کووېډ-۱۹ ضد واکسین ته رسماً اجازه ورکړه

ایټالیا پرون دوشنبه (د کب ۱۸مه نېټه) تر ۶۵ کلونو پوخ عمره کسانو ته د اسټرا-زینیکا په نوم د کووېډ-۱۹ ضد واکسین لګولو ته رسمآ اجازه ورکړه.

د دغه هېواد روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه واکسین د ۶۵ کلنو او تردې پوخ عمره کسانو ته خوندي دی.

دا په داسې حال کې ده چې ګڼو اروپايي هېوادونو هغو کسانو ته چې عمرونه یې تر ۶۵ کلونو زیات دي، اسټرا-زینیکا واکسین لګولو ته اجازه نه ده ورکړې.

دوی ویلي، د دغه واکسین د خوندیتوب لپاره کافي شواهد نه لري، خو په وروستیو کې د دغه واکسین په اړه ځیني مثبتې څېړنې د دې لامل شوې چې ځینې هېوادونه خپله پرېکړه بېرته واخلي.

په ایټالیا کې پرون په کرونا ویروس د مړو شمېر تر یو لکو واوښت.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...