په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما مشره دیبورا لاینر قطر ته تللې او هلته به د طالبانو او افغان مذاکراتي پلاوو سره بحثونه ولري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وایي، د دغه دفتر مشره دیبورا لاینز قطر ته تللې چې د افغان سولې د ښکېلو خواوو او نړیوالو سره د افغان سولې د راتلونکو ګامونو په تړاو هر اړخیز بحثونه ولري.
دوحې ته د نوموړې سفر په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې د انتقالي حکومت د طرحې او دغه راز ولسمشر ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر پر را استولي لیک ګرم بحثونه روان دي.
څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ولسمشرغني او عبدالله عبدالله ته ګواښوونکی لیک لېږلی و او له هغوی یې غوښتنه کړې وه چې د خلیلزاد له لورې وړاندې شوې طرحې باندې غور وکړي او په ترکیه کې د نوي حکومت د جوړېدو په اړه په رابلل شوې غونډه کې ګډون وکړي.
په ورته وخت کې بیا د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن لیک ته سخت غبرګون وښود او زیاته یې کړه چې یاد لیک د افغانستان د خلکو برخلیک نه شي ټاکلی او دوی به داسې سوله کوي چې په هغه کې د افغانانو لاسته راوړنې او ټاکنې وساتل شي ترڅو هر افغان رایه وکاروي او په خپله خوښه خپل استازی وټاکي.