Home » افغانستان » د اروپا پارلمان په افغانستان کې هدفي وژنې او دوامداره تاوتریخوالی غندلی
رویداد خبري آژانس
د اروپا پارلمان

د اروپا پارلمان په افغانستان کې هدفي وژنې او دوامداره تاوتریخوالی غندلی

د اروپا پارلمان په افغانستان کې هدفي وژنې او دومداره تاوتریخوالی غندلی دی.

پرون جمعه(د کب ۱۵مه) ناوخته د افغانستان د وضعې په اړه د اروپايي پارلمان په خبرپاڼه کې د خبریالانو، بشري حقونو د فعالانو او د مدني ټولنو د غړیو د وژنې په غندلو سربېره د سمدستي او دایمي اوربند غوښتنه شوې ده.

په خبرپاڼه کې د مارچ په دویمه په ننګرهار کې د درېیو ښځينه خبریالانو وژنه سخته د اندېښنې وړ بلل شوې ده.

له افغانستان سره د اروپا د پارلمان د اړیکو د ډلې مشر پیټراس اوسټرېویچیوس په حواله په دې خبرپاڼه کې راغلي، دا ډېره اندېښمنوونکې ده چې په سیسټماټیک تاوتریخوالي سره هغه کسان هدف ګرځول کېږي چې په یوه ازاده او پرانېستې ټولنه کې فعاله دي او د بیان د ازادۍ د ډاډمنولو لپاره کار کوي

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...