Home » سیمه او نړی » چین له افغانستان سره ۴ لکه ډوزه د کرونا واکسین مرسته کوي

چین له افغانستان سره ۴ لکه ډوزه د کرونا واکسین مرسته کوي

د عامې روغتیا وزارت پرون وویل چین هېواد څلور لکه ډوزه د کرونا ضد واکسین مرسته کوي.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي د چین هېواد سفیر وانګ یو سره لیدلي په دې لیدنه کې وانګ یو د واکسین د مرستې خبر ورکړی دی.

د معلوماتو پر اساس چین هېواد له افغانستان سره دوه لکه ډوزه د واکسین مرسته ویلي، خو د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وايي چې دغه مرسته دوه برابره شوه چې په ټوله کې ۴ لکه ډوزه واکسین به تر لاسه شي.

چین به دویم هېواد شي چې له افغانستان سره د واکسین مرسته کوي، هند لومړنی هېواد وو چې افغانستان سره ۵ لکه ډوزه واکسین مرسته وکړه.

د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ژمنه کړې چې د واکسین د ویش نړیوال پروګرام له طریقه به افغانستان ته ۱۶ میلیونه ډوزه د کرونا ضد واکسین ورکوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...