المان له ایران څخه غوښتي چې د اټومي تړون په اړه دې د امریکا د ډيپلوماسي وړاندیز ته لبیک ووایي.
د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي چې ټولې ستونزې د خبرو له لارې د حل وړ دي او ایران که چېرته غواړي چې ستونزې یې اوارې شي نو باید د امریکا وړاندیز ومني.
ماس زیاته کړې، ایران باید دا درک کړي چې پاروونکې څرګندونې کوم درد نه دوا کوي نو نباید فرصتونه له لاسه ورکړي.
هغه ویلي، امریکا تېره اوونۍ ایران ته د غیر رسمي مذاکراتو وړاندیز کړی دی خو ایران ویلي چې دوی به هغه وخت خبرو ته راوګرځي چې ورباندې لګول شوي بندیزونه له یوې مخې لرې کړل شي.