Home » افغانستان » اروپایي ټولنه:افغانستان کې دې روان تاوتریخوالی ژر تر ژر پای ته ورسول شي
رویداد خبري آژانس

اروپایي ټولنه:افغانستان کې دې روان تاوتریخوالی ژر تر ژر پای ته ورسول شي

اروپايي ټولنه وایي چې په افغانستان کې دې روان تاوتریخوالی ژر تر ژر پای ته ورسول شي.

د اروپايي ټولنې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی او ورسره جوخت د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم لوړه شوې ده.

اروپايي ټولنې دغه راز پر افغان حکومت غږ کړی چې د خپلو وګړو د ساتنې او امنیت لپاره اقدامات ډېر کړي او هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري چې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله، هدفي بریدونو او جګړو کې ښکېل دي.

اروپايي ټولنې یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د سولې له روانې پروسې ملاتړ کوي خو ددې اړتیا ده چې دلته روان تاوتریخوالی ژر تر ژره پای ته ورسول شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...